د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام اعلان کړی چې د افغانانو ترمنځ بې وزلي په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو ده. د راپورونو له مخې د هیواد درې پر څلورمه برخه وګړي نشي کولی خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

په دې راپور کې راغلي چې د نړیوالو مرستو کمیدو او اقلیمي بدلونونو د خلکو ژوند ستونزمن کړی دی. د ملیونونو افغان کډوالو راستنیدل هم په لومړنیو خدماتو باندې فشارونه نور هم زیات کړي دي.

دغه نړیوال سازمان خبرداری ورکوي چې پر ښځو محدودیتونو د کار ځواک کم کړی او اقتصاد یې کمزوری کړی دی. د دې وضعیت د ښه والي لپاره افغانستان یوازې لنډمهاله مرستو ته نه بلکې بنسټیزې پانګونې ته اړتیا لري.

🌐 #افغانستان #بې\_وزلي #ملګري\_ملتونه

Author