په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو له نړیوالې ورځې سره هم
مهاله، په بغلان ولایت کې د خلکو د کورونو، کرنیزو ځمکو او د ژوند د سرچینو د ساتنې لپاره د هڅو خبر ورکړی دی.
دغه سازمان د سهشنبې په ورځ، د تلې په ۲۱مه، په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په بغلان کې د ۲۰۲۴ کال له ویجاړونکو سېلابونو وروسته، د «پایدار» (PAIDAAR) پروژې له لارې د سېلابونو پر وړاندې د محافظتي زیربناوو په جوړولو بوخت دی.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دا پروژه د افغانستان لپاره د ځانګړي امانتي صندوق (Special Trust Fund for Afghanistan) په مالي ملاتړ پلي کیږي. د دې پروژې اصلي موخه د سېلابونو د خطر کمول او د ځايي ټولنو ساتنه ده.
په دې پروژه کې د استنادي دېوالونو او نورو انجینري تاسیساتو جوړول شامل دي ترڅو د سختو اورښتونو پرمهال د اوبو جریان په ښه توګه مدیریت شي او د کورونو او کرنیزو ځمکو د ویجاړېدو مخه ونیول شي.
د بغلان ولایت د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې د ناڅاپي او مرګونو سېلابونو شاهد و چې د سلګونو کسانو د مړینې او د زرګونو کورنیو د بې ځایه کېدو لامل شول. دې سېلابونو زیربناوو، کورونو او کرنیزو ځمکو ته پراخ زیانونه واړول.
UNDP د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو په نړیواله ورځ ټینګار کړی چې د پېښو پر وړاندې چمتووالی او د محافظتي زیربناوو جوړول د ټولنو د مقاومت په لوړولو او په راتلونکي کې د طبیعي پېښو له امله د زیانونو په کمولو کې حیاتي رول لري.