د ناروې پولیسو یو بل افغان سړی د پخواني افغان پوځي، محمد طارق وزیري د وژنې په تور نیولی دی. دغه کس لومړی د شاهد په توګه پولیسو ته ورغلی و، خو تر څیړنو او د نویو شواهدو تر ترلاسه کیدو وروسته، د هغه وضعیت له شاهد څخه په تورن بدل شو.
د ناروې د پولیسو څارنوالې، انګر لیسه هویلند اعلان وکړ چې ترلاسه شوي اسناد د پیښې له ځای او وژنې سره د دې کس اړیکه ښيي. که څه هم د شواهدو دقیق جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو له قرباني سره د تورن پیژندګلوي او د هغه شکمن فعالیتونه د دې لامل شوي چې ونیول شي.
د دغه پخواني پوځي وژنې د ناروې په رسنیو کې پراخ غبرګونونه درلودلي دي. دا پیښه په داسې حال کې کیږي چې د ناروې حکومت په دې وروستیو کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی دی، هغه مسله چې په دې هیواد کې یې د افغان کډوالو ترمنځ حساسیتونه لا زیات کړي دي.

ناروي #نیول #وژنه #کډوال #افغان #څارنوالي #دکډوالوخبرونه #پیښې #پلټنې #دناروي_پولیس

Author