باخبره سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې سعودي عربستان د ایران پر وړاندې ګڼ شمیر پټ بریدونه ترسره کړي دي. دا پوځي اقدامات د هغو بریدونو په غبرګون کې دي چې مخکې د سعودي په خاوره کې شوي وو.
دا لومړی ځل دی چې د سعودي پاچاهي په مستقیم ډول د ایران په خاوره کې پوځي اقدام کوي. ویل کیږي چې دا هوايي بریدونه د تیر مارچ په وروستیو کې د سعودي هوايي ځواکونو لخوا شوي دي.
تر اوسه پورې په ریاض او تهران کې رسمي چارواکو د دې نښتو د مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه څه نه دي ویلي. دا پرمختګونه په منځني ختیځ کې د پټو شخړو او تاوتریخوالي پراختیا په ګوته کوي.
🌐 #سعودي\_عربستان #ایران #منځنی\_ختیځ