پاکستاني رسنيو راپور ورکړى چې د خيبر پښتونخوا ايالت په باجوړ سيمه کې پر يوې امنيتي پوستې د وسله وال بريد په ترڅ کې درې بريدګر وژل شوي دي. په دې نښته کې يو شمېر نور کسان ټپيان شوي هم دي.
د راپورونو له مخې نامعلومو وسله والو کسانو غوښتل پر امنيتي ځواکونو بريد وکړي چې له سخت غبرګون سره مخ شول. د درېيو بريدګرو له وژل کېدو وروسته نور ټپي شوي کسان له سيمې څخه تښتېدلي دي.
پاکستاني امنيتي ځواکونو سيمه محاصره کړې او د تښتېدلو کسانو د نيولو لپاره يې د پلټنې عمليات پيل کړي دي. سيمه ييز چارواکي وايي چې اوسمهال وضعيت تر کنټرول لاندې دى او څېړنې روانې دي.
#پاکستان #وسله\_وال\_برید #خیبر\_پښتونخوا
🌐