د روسيې د اورګاډي پټلۍ ادارې مرستيال اعلان کړى چې روسي او ازبک کارپوهان د افغان ټرانس پروژې پر څېړنيز پلان کار کوي. دا پروژه د منځنۍ اسيا او سويلې اسيا ترمنځ د ريلي اتصال د رامنځته کولو په موخه تعقيبېږي.
تر دې وړاندې ازبکستان، افغانستان او پاکستان د دې اورګاډي پټلۍ د جوړولو نقشه لاسليک کړې وه، خو سياسي بدلونونو يې چارې ودرولې. اوسمهال په افغانستان کې دننه د مسير ټاکلو او لومړنيو څېړنو اړوند تخنيکي چارې بيا پيل شوې دي.
دا پروژه د څه باندې شپږ سوه کيلومترو په اوږدوالي او د شاوخوا څلور اعشاريه شپږ ميليارده ډالرو په اټکلي لګښت ډيزاين شوې ده. د دې اورګاډي پټلۍ مسير له مزارشريف څخه پيلېږي او په پاکستان کې پر يوه سرحدي تمځي پای ته رسېږي.
#اورګاډي\_پټلۍ #افغان\_ټرانزیت #ازبکستان
🌐