د طالبانو حکومت د مخابراتو وزارت باوري سرچینو تایید کړې چې دا حکومت په کابل ولایت کې د فایبر نوري انټرنیټ خدماتو د بندولو هڅه کوي. د دې سرچینو په وینا مخابراتي شرکتونو ته د دې خدماتو د درولو لپاره رسمي مکتوب صادر شوی دی.

په دې پریکړه کې چې تیره اونۍ په یوه رسمي ناسته کې ونیول شوه ټینګار شوی چې د ډي ایس ایل انټرنیټ خدمات کولی شي خپل فعالیت ته دوام ورکړي. سره له دې د کابل اوسیدونکو په وروستیو ورځو کې د انټرنیټ سرعت د پام وړ کمیدو له امله اندیښنه ښودلې ده.

تر دې وړاندې هم د طالبانو حکومت تیر کال د دوو پرله پسې ورځو لپاره انټرنیټ په بشپړ ډول بند کړی و چې لامل یې لا هم څرګند نه دی. د مخابراتو وزارت ویاند مخکې دا موضوع رد کړې وه.

#افغانستان #انټرنیټ #کابل #طالبان

🌐

Author