په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د دریو افغان خبریالانو د نیولو د قانوني اساس په اړه وضاحت ورکړي. یوناما د خبریالانو پر نیولو د ژورې اندیښنې په ښودلو سره د قضاوت په بهیر کې د هغوی د قانوني حقونو د رعایتولو غوښتنه کړې ده.
دې نړیوال بنسټ ټینګار وکړ چې د افغان ټولنې د روڼتیا او هوساینې لپاره ازادې او خپلواکې رسنۍ یوه اړتیا ده. دا غبرګون د طلوع نیوز د دوو خبریالانو او د یوه سیمه ییز خبري اژانس د مسوول له نیول کیدو او د موبي ګروپ پر دفتر د استخباراتي ځواکونو له چاپې وروسته راپورته شوی دی.
واک ته د طالبانو حکومت له رسیدو راهیسې پر رسنیو پراخ محدودیتونه لګول شوي دي. د بخښنې نړیوال سازمان دا نیونې د خبریالانو د ډارولو د یوې برخې په توګه بللي او په افغانستان کې یې پر خپلواکو رسنیو د خپل سرو فشارونو او سانسور د سمدستي درولو غوښتنه کړې ده.
#بشري\_حقونه #خبریالان #افغانستان #رسنۍ
🌐