پخواني جهادي مشر محمد محقق د طالبانو حکومت ځواکونو لخوا د یوه شیعه دیني عالم د وهلو ټکولو په غبرګون کې سخت خبرداری ورکړی دی. هغه ټینګار کړی چې پر هزاره اتباعو مذهبي فشارونه په هیواد کې ټولنیز واټنونه لا پراخوي.
محقق د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د شیعه خلکو پر شخصي حریم تیری ونه کړي او د شخړو پر اور تیل ونه شیندي. هغه زیاته کړه چې د دې حکومت په راتګ سره جعفري مذهب له رسمیت څخه غورځیدلی دی.
وروستیو کې راپورونه خپاره شول چې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف محتسبینو یو شیعه عالم له واده مخکې د نکاح تړلو له امله وهلی دی. د شیعه ګانو عالي کمیسیون دا ترخه پیښه په رسمي ډول تایید کړې ده.
#افغانستان #حقوق\_بشر #هزاره #طالبان
🌐