د کابل د دشت برچي په پل خشک سیمه کې یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د طالبانو حکومت د سړکونو جوړولو په پلمه د دوی کورونه او شخصي ملکیتونه په زور ویجاړ کړي دي. دا کار د خلکو له رضایت پرته ترسره شوی دی.
ځايي اوسېدونکي ادعا کوي چې د خپلو کورونو او دوکانونو د ویجاړېدو په بدل کې یې هیڅ پیسې نه دي ترلاسه کړي. سرچینې وايي چې د طالبانو حکومت ځواکونه د شپې له خوا سیمې ته ورغلي او خلکو ته یې خبرداری ورکړی چې اعتراض ونه کړي.
په کابل کې د سړکونو د جوړولو چارو په زیاتېدو سره د ښاریانو شکایتونه هم زیات شوي دي. خلک وايي چې د دې ویجاړیو له امله رامنځته شوې دوړې او خاورې د دوی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
#کابل #دشت\_برچي #افغانستان
🌐