د سعودي عربستان حکومت اعلان کړی چې د چهارشنبې ورځ د مې میاشتې اووه ویشتمه نېټه به په دې هېواد کې د لوی اختر لومړۍ ورځ وي. دا پرېکړه د ذوالحجې میاشتې د لیدلو له تایید وروسته شوې ده.

د دې پرېکړې پر بنسټ د مې میاشتې اتلسمه نېټه د ذوالحجې پیل او د مې شپږ ویشتمه به د عرفات ورځ وي. یو شمېر نورو هېوادونو لکه مالیزیا تونس پاکستان او ترکیې هم دا نېټې تایید کړې دي.

د حج مراسمو په رانژدې کېدو سره په ټوله نړۍ کې میلیونونه مسلمانان د حج او لوی اختر لپاره ځانونه چمتو کوي. دا لویه مذهبي غونډه هر کال په سعودي عربستان کې د ګڼ شمېر حاجیانو په شتون کې ترسره کیږي.

#لوی\_اختر #سعودي\_عربستان #حج

🌐

Author