سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې د طالبانو د حکومت یو سیمه ییز قوماندان، موسی کاکه، په بدخشان ولایت کې د سرو زرو د کانونو پر سر د وروستیو تاوتریخوالو په تړاو نیول شوی دی. هغه په زابل ولایت کې د طالبانو د حکومت د مرستیال والي ورور دی.
راپورونه ښیي چې د طالبانو د حکومت د استخباراتو لخوا د دې کس له نیول کیدو وروسته، د هغه تر قوماندې لاندې کسان بیلابیلو سیمو ته تښتیدلي دي. اوس مهال د طالبانو د حکومت سلګونه سیمه ییز ځواکونه د بدخشان په ځینو برخو کې غرونو ته ختلي او د نښتو احتمال شته دی.
دا تاوتریخوالی هغه مهال زیات شو کله چې سیمه ییزو اوسیدونکو ادعا وکړه چې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره تړلو کسانو د دوی هغه ځمکې غصب کړې چې د سرو زرو کانونه لري. تر اوسه په دې نښتو کې څو تنه وژل شوي او ټپیان دي.
🌐
#افغانستان #بدخشان #سرو\_زرو\_کانونه #طالبانو\_حکومت