د بریتانیا حکومت اعلان کړی چې دې هېواد ته د افغان اتباعو د لېږد او ځای پر ځای کولو بهیر به تر دوه زره او اته ویشتم میلادي کال پورې په بشپړه توګه پای ته ورسېږي. درېیمو هېوادونو ته د وړ کسانو د لېږد لپاره دننه په هېواد کې مرستې درول شوې دي.

د بریتانیا د دفاع وزارت له غوښتونکو غوښتي چې پخپله یوه خوندي درېیم هېواد ته سفر وکړي. دا پرېکړه د مستقیم لېږد د لګښتونو او خطرونو له ارزونې وروسته نیول شوې او ملاتړ به یوازې درېیم هېواد ته له رسېدو وروسته ورکول کېږي.

د نوي پروګرام له مخې، د بریتانیا حکومت به د لنډمهاله استوګنځایونو کارول هم ودروي. تمه کېږي چې په راتلونکو میاشتو کې به د پاتې قضیو شمېر په کلکه راټیټ شي او څېړنه به یې بشپړه شي.

#بریتانیا #کډوالي #افغانان

🌐

Author