د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې مسکو نه غواړي د امریکا متحده ایالاتو او ایران تر منځ په احتمالي خبرو کې لاسوهنه وکړي. خو هغه په ورته وخت کې د دې خبرو د بریالیتوب هیله څرګنده کړې ده.

ښاغلي لاوروف په مسکو کې یوې خبري ناستې ته وویل چې روسیه ایران ته د امریکا د وړاندیز شویو شرایطو په اړه کره معلومات نه لري. هغه زیاته کړه چې د تهران او واشنګټن تر منځ د پیغامونو د تبادلې په اړه راپورونه هم نه شي تاییدولی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې که دواړه لوري وغواړي، مسکو چمتو دی چې په دې بهیر کې رغنده رول ولوبوي. هغه د نړیوالو تړونونو پر بنسټ د اټومي انرژۍ د سوله ییزې کارونې لپاره د ایران حق مهم وباله.

#روسیه #ایران #امریکا

🌐

Author