د امریکا د ملي استخباراتو مشرې تولسي ګابارډ اعلان کړی چې د خپل میړه د ملاتړ لپاره چې د هډوکو د سرطان په یوه نادره ناروغۍ اخته شوی دی، د ډونالډ ټرمپ په حکومت کې له خپلې دندې استعفا کوي. هغې د جمعې په ورځ ټرمپ ته د خپلې پریکړې خبر ورکړ او د جون دیرشمه به یې د کار وروستۍ ورځ وي.

هغې د استعفا په لیک کې لیکلي چې میړه به یې په راتلونکو اونیو او میاشتو کې له سختو ننګونو سره مخ شي. ګابارډ ویلي چې په داسې شرایطو کې باید له دولتي دندې ګوښه شي ترڅو د خپل میړه تر څنګ واوسي او په بشپړ ډول د هغه ملاتړ وکړي.

ګابارډ د خپل ماموریت په موده کې د لګښتونو کمولو او د حساسو سیاسي دوسیو په اړه د پټو اسنادو خپرولو په څیر اقدامات ترسره کړي دي. هغې په تیرو اتلسو میاشتو کې د استخباراتي ټولنې د رهبرۍ د فرصت په خاطر له ټرمپ څخه مننه کړې ده.

#تولسي\_ګابارډ #امریکا #سیاست

🌐

Author