د ملالې یوسفزۍ بنسټ د کورنۍ او د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو د حکومت پر نویو تګلارو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د نویو قوانینو په پلي کولو سره د افغان ښځو او نجونو پر ژوند تبعیض او کنټرول بنسټیز کوي. دا بنسټ وايي چې محدودیتونه د ښځو د ژوند تر ټولو کوچنیو برخو ته رسیدلي دي.

دغه بنسټ د طالبانو د حکومت د طلاق د اصولو په غبرګون کې ویلي چې دغه قانوني سند د جنسیتي تبعیض د قانوني کیدو یوه نښه ده او د ماشومانو د واده اړوندې برخې یې د جدي اندیښنې وړ بللې دي. دا بهیر پر ښځو د جوړښتي واکمنۍ د هڅو یوه برخه ده.

د ملالې بنسټ خبرداری ورکړی چې د واده لپاره د نجونو خاموشي د رضایت په توګه تعبیرول د هغوی د قانوني خپلواکۍ د له منځه وړلو لپاره یو بل ګام دی. کله چې تبعیض رسمي قانون شي، موخه یې له عامه او خصوصي ډګر څخه د ښځو تدریجي حذفول دي.

#افغان\_ښځې #د\_بشر\_حقونه #افغانستان

🌐

Author