د طالبانو حکومت مشر هبت الله اخندزاده په خپل اختریز پیغام کې د افغانستان له خلکو وغوښتل چې د اوسني نظام د ساتلو لپاره قرباني ورکړي. هغه په دې پیغام کې د شریعت پر پلي کولو ټینګار وکړ او له هېوادوالو یې وغوښتل چې د شته امنیت شکر ادا کړي.
په دې اوږد پیغام کې د افغان ښځو او نجونو حقونو ته هېڅ اشاره نه ده شوې چې دې کار ډېرې نیوکې راپارولې دي. هغه ادعا کړې چې په نظام کې یې د ټولو هېوادوالو حقونه خوندي دي او د ظلم مخه نیول کیږي.
د دې ادعاوو سره سره ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې په وروستیو کلونو کې د بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوې دي. د طالبانو حکومت مشر له خپلو کسانو هم وغوښتل چې له خلکو سره نرمي وکړي او خپل مسوولیتونه ترسره کړي.
🌐 #طالبان #بشري\_حقونه #افغانستان #اختر