د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د ماشوم د نړيوالې ورځې په مناسبت وویل چې هر ماشوم یوازې له ژوندي پاتې کېدو هاخوا د ډېرو حقونو مستحق دی. دغه بنسټ ټینګار وکړ چې افغان ماشومان د امنیت، زدهکړو او لویو هیلو لرلو مستحق دي.
د یونیسف د معلوماتو له مخې، دې ادارې د افغان ماشومانو یوه ویډیو خپره کړې چې په هغې کې د جګړې د پای ته رسېدو، د نجونو د زدهکړو، د عدالت د تامین او خپلو هیلو په اړه غږېږي.
په دغه ویډیو کې یو ماشوم وايي، که د نړۍ د بدلولو توان یې درلودای، سوله، امنیت او ټولو ته به یې د برابر تعلیم زمینه برابروله. هغه څرګنده کړه چې په نړۍ کې روانې جګړې د ماشومانو پر روان او روحیه سخت بد اغېز کوي.
یو افغان هلک په دغه ویډیو کې د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي. ورته مهال یوه کوچنۍ نجلۍ وايي، هغه وخت به خوشحاله شي چې نجونې وتوانېږي ښوونځي او پوهنتون ته لاړې شي.
افغان ماشومان د ماشوم له نړيوالې ورځې سره په داسې حال کې مخامخ دي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ډېری اساسي حقونو ته لاسرسی نه لري او له بېوزلۍ او اقتصادي بحران سره مخ دي. د دې ادارې د راپور پر بنسټ، دمګړۍ د خوارځواکۍ بحران د څلور میلیونه افغان ماشومانو ژوند ګواښي.
بل خوا، د یونسکو او یونیسف د ګډ راپور له مخې چې د ۲۰۲۶ کال د نوامبر په څلورمه خپور شو، په افغانستان کې د لومړنیو زدهکړو د عمر ۵۳ سلنه ماشومان له رسمي زدهکړو بېبرخې دي. همداراز له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ۲.۶ میلیونو زیاتې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو منع شوې دي.
سرچینه: یونیسف
🌐