د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ته نږدې سرچینو اعلان کړی چې هغه متحده عربي امارات پریښي او لبنان هیواد ته یې سفر کړی دی.
ښاغلي غني په خپل اختریز پیغام کې اشاره کړې وه چې غږ یې له شپږو میاشتو راهیسې خاموش شوی و او په دې موده کې ورته د هیڅ ډول خبرو یا مرکې اجازه نه وه.
هغه د دوه زره و یو ویشتم کال په اګست میاشت کې د پخواني افغان حکومت له نسکوریدو وروسته اماراتو ته لاړ او هلته یې د سیاسي کډوال په توګه ژوند کاوه.
#افغانستان #اشرف\_غني #سیاست
🌐