د اسلو د سولې څېړنو موسسې په خپل تازه راپور کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړه په سوېلي اسیا کې یو له خورا دوامداره کړکېچونو څخه بللې ده. دا موسسه وايي چې د دې پېچلو اختلافاتو د حل لپاره هېڅ روښانه لیدلوری نشته.

د دې کړکېچ ریښې د ډیورنډ کرښې پر سر تاریخي اختلافاتو او د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ بې باورۍ ته رسېږي. اسلام اباد تمه لرله چې نوی افغان حکومت به د پاکستاني طالبانو پر وړاندې جدي اقدام وکړي خو دا کار ونه شو.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل او په سرحدي سیمو کې د وسله والو ډلو فعالیتونو د دواړو لورو اړیکې لا پسې خرابې کړې دي. دې موسسې خبرداری ورکړی چې د دې وضعیت دوام د سیمې ثبات ته زیان رسولی شي.

#افغانستان #پاکستان #سیاست

🌐

Author