د شپږم پړاو نړیوالو کوچیاني لوبو جوړونکو اعلان کړی چې د افغانستان په ګډون د پنځوسو هېوادونو استازو په دې سیالیو کې خپل ګډون تایید کړی دی. ټاکل شوې چې دا لوبې د قرغزستان په پلازمېنه بیشکک کې ترسره شي.

د ګډون کوونکو لپاره د نوم لیکنې بهیر تر جولای میاشتې پورې دوام لري او تمه کېږي چې د ۹۵ هېوادونو استازي به په کې برخه واخلي. بیشکک ښار د دې نړیوالو لوبو دایمي مرکز په توګه ټاکل شوی دی.

دا لوبې د روان کال د اګسټ له وروستیو څخه د سپټمبر تر پیل پورې ترسره کېږي. شاوخوا درې زره لوبغاړي به په ۴۳ دودیزو ورزشي برخو کې سیالي وکړي. افغان لوبغاړو د دې سیالیو له لومړي پړاو څخه په کې برخه اخیستې ده.

#افغان\_سپورت #دودیزې\_لوبې #افغانستان

🌐

Author