د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي آصف دراني ویلي دي چې یوازې د هوایي بریدونو او پولو تړلو له لارې سوله نه شي راتلای.
هغه زیاته کړه چې د پاکستان امنیتي اندیښنې جدي دي، خو د افغان کډوالو ایستل او اقتصادي فشارونه هم باید له پامه ونه غورځول شي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت او اسلام اباد باید د خبرو اترو، سرحدي همغږۍ او اقتصادي اړیکو له لارې خپلې ستونزې حل کړي ترڅو سیمه کې ثبات راشي.
#پاکستان #افغانستان #طالبان #سوله
🌐