د روسیې د امنیت شورا مرستیال الکساندر ونیدیکتوف وايي چې مسکو چمتو دی د افغانستان او پاکستان پر پوله د کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي. نوموړي دا څرګندونې په مسکو کې له یوه پاکستاني چارواکي سره د لیدنې پر مهال کړي دي.
دغه روسي چارواکي ټینګار کړی چې هېواد یې په سیمه کې د وضعیت عادي کېدو ته لېواله دی. هغه هیله وښوده چې د طالبانو حکومت او پاکستان وکولای شي خپل اختلافات د سیاسي او ډیپلوماټیکو خبرو له لارې حل کړي.
تر دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم له دواړو لورو غوښتي وو چې اختلافات د خبرو له لارې حل کړي. روسیه له هغو لومړنیو هېوادونو څخه ده چې د طالبانو له حکومت سره نږدې اړیکې لري او تازه یې ورسره امنیتي تړون لاسلیک کړی دی.
#سیاست #روسیه #افغانستان
🌐