د هیواد پخواني لوی څارنوال محمد فرید حمیدي ویلي دي چې د افغانستان حقوقي سیسټم چې په شلو کلونو کې جوړ شوی و، په یولسو ورځو کې له منځه لاړ.

هغه زیاته کړه چې اوس مهال هیڅ ښځینه څارنواله د کار اجازه نه لري او د پخواني حکومت ډیری څارنوالان د طالبانو حکومت له لوري په نښه کیږي.

ښاغلي حمیدي له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د بشري حقونو د خوندیتوب او د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره جدي او عملي ګامونه پورته کړي.

#بشري\_حقونه #افغانستان #حقوقي\_سیسټم #طالبان

🌐

Author