نوي راپورونه ښیي چې په هرات ولایت کې سلګونه ماشومان په ډیرو سختو او ناامنو شرایطو کې په درنو کارونو بوخت دي.
دا ماشومان چې ډیری یې په سړکونو او پارکونو کې کار کوي، تل د ناوړه ګټه اخیستنې، تاوتریخوالي او په نشه یي توکو د اخته کیدو له ګواښونو سره مخ دي.
د طالبانو حکومت تر واکمنۍ لاندې بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو دا ماشومان اړ کړي ترڅو د ښوونځي پر ځای د خپلو کورنیو لپاره کار وکړي.
#کارګر\_ماشومان #هرات #افغانستان #بشري\_حقونه
🌐