د هالنډ د کډوالو چارو وزارت اعلان کړی چې هغه افغان ښځې او نجونې چې د پناه غوښتنه کوي د دې هېواد د نوې تګلارې پر بنسټ به د اوسېدو د اجازې ترلاسه کولو شرایط پوره کړي. دا پرېکړه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو د ناوړه وضعیت له امله نیول شوې ده.

د هالنډ د کډوالو چارو وزیر ټینګار کړی چې تېر کال د طالبانو حکومت د اخلاقو قانون له تصویبولو وروسته د ښځو وضعیت په بې ساري ډول خراب شوی دی. دې قانون د افغان ښځو تګ راتګ او ټولنیز فرصتونه په کلکه محدود کړي دي.

په وروستیو کلونو کې سلګونه افغانانو په هالنډ کې د پناه غوښتنې ثبت کړې دي. دا نوې تګلاره وروسته له هغه پلې شوه چې د هالنډ د کډوالو ادارې د حقوقي فشارونو له امله د ښځو پر وړاندې خپله پخوانۍ سخته تګلاره بدله کړه.

#هالنډ #افغانستان #افغان\_ښځې #پناهندګي

🌐

Author