په اسرائیل کې د امریکا سفیر مایک هاکبي په یوه جنجالي څرګندونه کې ادعا کړې چې اسرائیل د “مقدس کتاب” پر بنسټ حق لري چې د منځني ختیځ لویې برخې ونیسي. هغه دا خبرې له ټکر کارلسون سره په مرکه کې کړي دي .
هغه سیمې چې هاکبي ورته اشاره کړې، لبنان، سوریه، اردن او د سعودي عربستان ځینې برخې پکې شاملې دي. دا څرګندونې د نړیوالو قوانینو او د هیوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا له اصل سره په ښکاره ټکر کې دي .
دا ادعا په داسې حال کې کیږي چې د عدالت نړیوالې محکمې په ۲۰۲۴ کال کې د اسرائیل لخوا د فلسطیني ځمکو اشغال غیرقانوني بللی و. هاکبي چې د اسرائیل سخت پلوی دی، تیر کال د ډونالډ ټرمپ لخوا په دې دنده ګمارل شوی و .