هندي چارواکو تایید کړې چې د عمان سواحلو ته نژدې د «ام ټي پیټرو ډولفین» په نوم پر یوه نفتي ټانکر د بې پیلوټه الوتکې د برید په پایله کې دوه هندي کارکوونکي ورک شوي دي. نهه نور هندي کارکوونکي ژغورل شوي دي.
دا برید د یکشنبې په ورځ د صحار په لنګرځای کې شوی دی. د هند د بندرونو، کښتۍ چلونې او اوبو لارو وزیر، سارباناندا سونوال، ویلي چې دغه ټانکر د نیکاراګوا بیرغ درلود او ۱۱ هندي کارکوونکي یې لرل.
ښاغلي سونوال په خپله ایکس پاڼه لیکلي: «زموږ نهه تنه هندي کارکوونکي په بریالیتوب سره ژغورل شوي او خوندي دي، خو دوه تنه هندي وګړي لا هم ورک دي.» هغه زیاته کړه چې د ځايي ساحلي ګارډ لخوا د لټون او ژغورنې عملیات په چټکۍ سره روان دي.
په مسقط کې د هند سفارت هم ویلي چې دوی وضعیت له نږدې څاري او د عمان له اړوندو چارواکو سره په دوامداره توګه په اړیکه کې دي.
دا پېښه په سیمه کې پر سوداګریزو کښتیو د بریدونو په لړ کې وروستۍ پېښه ده. د اکتوبر په ۶مه هم، د «ام ټي آن پیس» په نوم یوه بله کښتۍ چې ۱۷ هندي کارکوونکي یې لرل، د هرمز تنګي څخه د تېرېدو پر مهال د توغندي ښکار شوې وه. په هغه برید کې ۱۱ هندي وګړي ټپیان شوي وو.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د هغې پېښې وروسته په یوې اعلامیې کې ویلي و چې په سیمه کې پر کښتیو بریدونه د هند لپاره د ژورې اندېښنې وړ دي. هند په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د دا ډول بریدونو د سمدستي بندیدو غوښتنه کړې ده.
سرچینه: Zarin TV
🌐