د طالبانو حکومت وايي چې د اختر په ورځو کې د هېواد په څلورو ولایتونو کې له اتیا ډېرې ترافیکي پېښې شوې دي. دا پېښې په پکتیا، غزني، کونړ او بلخ ولایتونو کې رامنځته شوې دي چې له امله یې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.

د دې پېښو اصلي لاملونه د موټر چلوونکو بې احتیاطي، ډېر سرعت او د ترافیکي قوانینو نه رعایتول په ګوته شوي دي. په لغمان ولایت کې هم یوه خونړۍ پېښه شوې چې پکې له پاکستان څخه راستانه شوي افغان کډوال قرباني شوي دي.

سره له دې چې دا پېښې ډېرې خونړۍ دي، د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د تېرو کلونو په پرتله د ترافیکي پېښو شمېر کم شوی دی. په دې وروستیو میاشتو کې په هېواد کې د ترافیکي پېښو ډېرېدو د سړکونو د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

#افغانستان #ترافیکی\_پیښی #اختر

🌐

Author