په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز رییس رستم حبیبولین وړاندیز کړی چې د مسکو او کابل ترمنځ دې د ویزې سیسټم لغوه شي. هغه باوري دی چې دا ګام به د دواړو لوریو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ لا زیاتې کړي.
ښاغلي حبیبولین د سن پټرزبورګ د اقتصادي غونډې په درشل کې وویل چې د مسکو او د طالبانو د حکومت ترمنځ اړیکې په چټکۍ سره پراخیږي. هغه په مسکو کې د افغان سفیر منلو او د وروستیو نظامي تړونونو لاسلیک ته اشاره وکړه.
د هغه په وینا، روسي شرکتونه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د کانونو او نفتو په برخه کې کار کوي. د ویزې لغوه کول به د سوداګرو تګ راتګ اسانه کړي او د دواړو هېوادونو لپاره به نوي بازارونه پرانیزي.
#روسیه #اقتصاد #افغانستان
🌐