په دایکنډي ولایت کې سیمه ییزو چارواکو تایید کړې چې دوه ځوان وروڼه د دې ولایت په میرامور ولسوالۍ کې په اوبو کې د ډوبیدو له امله مړه شوي دي. دا خواشینونکې پېښه د پای باغ په کلي کې رامنځته شوې ده.
په دایکنډي کې د طالبانو د حکومت د پولیسو قومندانۍ ویلي چې دا ۱۷ او ۲۵ کلن ځوانان د تفریح او کبانو نیولو لپاره سیمې ته تللي وو. دوی د شنبې په ورځ له غرمې مخکې له یوې حادثې سره مخ شول او په اوبو کې ډوب شول.
تر اوسه د دوی د ډوبیدو کره لامل روښانه نه دی او په دې اړه څېړنې روانې دي. د هوا په ګرمیدو او د سیلانیانو په ډیریدو سره، په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان ښاریانو د ډوبیدو پېښې زیاتې شوې دي.
#دایکنډي #پیښه #افغانستان
🌐