د خوړو نړیوال پروګرام پخپل تازه اونیز راپور کې اعلان کړی چې په افغانستان کې د کاري فرصتونو وضعیت لا هم مخ په خرابیدو دی. سره له دې چې د ځینو خوراکي توکو بیې تر یوه حده ټیټې شوي خو د کارګرانو ترمنځ د سختې سیالۍ او د کډوالو د راستنیدو له امله کاري بازار ډیر ضعیف دی.
د دې راپور پر بنسټ ورځني کارګران په اوسط ډول په اونۍ کې یوازې له دوو ورځو څخه لږ کار موندلی شي. دا شمیره د تیر کال د ورته وخت په پرتله شل سلنه کموالی ښيي چې په ټول هیواد کې یې د کورنیو عاید تر خورا سخت فشار لاندې راوستی دی او اندیښنې یې زیاتې کړي دي.
د ملګرو ملتونو دا اداره زیاتوي چې د اسعارو په بازار کې د نسبي ثبات او د افغانیو د ارزښت ساتلو سره سره د خلکو د پیرودلو ځواک په شدت سره ټیټ شوی دی. د ډیرو لومړنیو خوراکي توکو لکه غنم، وریجې او بورې بیې د تیر کال په پرتله لوړې شوي چې د خوړو خوندیتوب ګواښي.
#بې\_وزلي #کار #افغانستان
🌐