د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تایید کړې چې په یوه ټیلیفوني اړیکه کې یې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته لیونی ویلی دی. دا خبرې په داسې حال کې شوي چې امریکا په سیمه کې د جګړې د پای ته رسولو هڅه کوي.
ټرمپ په یوه مرکه کې وویل چې له لبنان سره د روانې جګړې له امله یو څه ناراضه و او له همدې امله یې دا خبرې کړې دي. خو هغه ټینګار وکړ چې له اسراییلي لومړي وزیر سره ښې اړیکې لري.
نتنیاهو هم د دې راپورونو په غبرګون کې د جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه، خو ویې ویل چې امریکا د دوی ترټولو ستر ملګری دی. دا لفظي شخړې په داسې وخت کې رسنیزې کیږي چې په منځني ختیځ کې د اوربند هڅې روانې دي.
#ډونالډټرمپ #امریکا #منځنی\_ختیځ
🌐