د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې په هرات پوهنتون کې د ټولو استادانو او کارکوونکو لپاره د ځیرکو موبایلونو کارول منع کړي دي. دا امر د یاد پوهنتون د رییس لخوا صادر شوی او علمي چاپیریال ته یې د هر ډول ځیرکو وسایلو راوړل غیر قانوني بللي دي.

د دې خبرپاڼې له مخې هیڅ یو مسوول استاد او خدماتی کارکوونکی حق نه لري چې خپل ځیرک موبایل پوهنتون ته راوړي. ویل کیږي چې دا پرېکړه د طالبانو حکومت د مشر د شفاهي فرمان پر بنسټ نیول شوې او پلي کول یې په جدي توګه پیل شوي دي.

چارواکو خبرداری ورکړی چې سرغړونکي به له قانوني پایلو سره مخ شي او حتی ممکن نظامي محکمې ته وپېژندل شي. تر دې وړاندې هم په ټول هېواد کې د دولتي بنسټونو د کارکوونکو لپاره ورته محدودیتونه وضع شوي وو ترڅو معلوماتو ته لاسرسی محدود شي.

🌍 #هرات\_پوهنتون #ځیرک\_موبایلونه #افغانستان

Author