د طالبانو حکومت چارواکو خبر ورکړی چې په کابل ښار کې یې د وروستۍ ترافیکي پېښې په تړاو یو کس نیولی دی. په دې پېښه کې چې د شپږمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې رامنځته شوه یوه موټر درې ښځې ووهلې او ټپیانې یې کړې.

دا نیونه وروسته له هغې وشوه چې په ټولنیزو رسنیو کې د دې بوږنوونکې پېښې ویډیوګانې په پراخه کچه خپرې شوې. د ټولنیزو شبکو کاروونکو پر دې پېښه سخت غبرګون وښود او د جدي پلټنې غوښتنه یې وکړه.

په کابل کې د طالبانو حکومت د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ د دې پېښې رامنځته کېدل تایید کړي دي. هغه ډاډ ورکړی چې د دې پېښې د څرنګوالي او انګېزې په اړه پلټنې روانې دي ترڅو عدالت ټینګ شي.

🌐 #کابل #افغان\_ښځې #طالبانو\_حکومت #موټر

Author