ایراني چارواکو اعلان کړی چې یو سلو اووه شپېته افغان بندیان د خپل بند د پاتې مودې تېرولو لپاره افغانستان ته لېږدول شوي دي. دغه لېږد د میلک ځمكني سرحد له لارې ترسره شوی دی.
دا بهیر د ایران او د طالبانو د حکومت د چارواکو ترمنځ د دوه اړخیزو هوکړو پر بنسټ ترسره شوی دی. دغه بندیان د دواړو هېوادونو د مسؤلو بنسټونو په همغږۍ نیمروز ولایت ته لېږدول شوي دي.
تر دې دمه په څو پړاوونو کې له زرو ډېر افغان بندیان له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي. ایراني چارواکو دا ګام د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو یوه برخه بللې ده.
#افغان\_بندیان #ایران #افغانستان #مهاجرت
🌐