په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر اعلان کړی چې د دې ادارې نوی مرستیال برونو لومارکي کابل ته ورسېد. نوموړي په رسمي ډول په افغانستان کې خپلې دندې پیل کړې دي.

ښاغلی لومارکي به په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږي کوونکي په توګه هم دنده ترسره کوي. کابل ته د هغه راتګ د امنیت شورا له خوا د یوناما د ماموریت له غځېدو یوه ورځ وروسته ترسره شو.

دا تجربه لرونکی ډیپلوماټ په ملګرو ملتونو کې د کار کولو تر درې لسیزو ډېره مخینه لري. هغه په داسې حال کې دا مسؤلیت پر غاړه اخلي چې افغانان له پراخې بې وزلۍ او سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

#یوناما #ملګري\_ملتونه #افغانستان #بشري\_مرستې

🌐

Author