د افغان ملي مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسؤل علي میثم نظري د پاکستان پر سرحدي سیمو د طالبانو د حکومت وروستي بریدونه په کلکه غندلي دي. نوموړي دا کړنه د افغانستان د راتلونکي او د سیمې د ثبات لپاره ډېره زیانمنه بللې ده. هغه زیاته کړه چې افغانستان اوس د امنیتي اندېښنو پر سرچینه بدل شوی دی.

ښاغلي نظري پر ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې افغانستان باید په یوه بې طرفه با ثباته او مسؤل هېواد بدل شي. هغه ټینګار وکړ چې داسې یو هېواد کولی شي د ځان او ګاونډیو هېوادونو لپاره د سوداګرۍ اقتصادي همکاریو او تلپاتې امنیت زمینه برابره کړي.

نوموړي د سیمې له هېوادونو او سیاسي جریانونو وغوښتل چې د افغانستان د بحران د حل لپاره جدي خبرې پیل کړي. دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح کیږي چې د طالبانو حکومت ادعا وکړه چې په بلوچستان ایالت کې یې ځینې اهداف په نښه کړي دي.

🌐 #افغانستان #طالبان #پاکستان #امنیت #مقاومت

Author