سیمه ییزې سرچینې وایي چې د طالبانو د حکومت د عدلیې وزیر په لویدیځ کابل کې شاوخوا شل تنه شیعه هیوادوال د محرم د بیرغونو د لګولو په تور نیولي وو. دا کسان د څو ورځو لپاره په یوه شخصي زندان کې ساتل شوي وو.
سرچینې زیاتوي چې ټول نیول شوي کسان اوس خوشې شوي دي، خو د عدلیې وزیر خبرداری ورکړی چې په جوماتونو او عامه ځایونو کې د بیرغونو او لوډسپیکرونو له کارولو څخه ډډه وکړي. د شیعه مشرانو هڅې د دې محدودیتونو د لرې کولو لپاره تر اوسه بې پایلې پاتې دي.
د طالبانو حکومت په وروستیو کلونو کې د محرم پر مراسمو محدودیتونه زیات کړي دي. مخکې یوازې په جوماتونو کې د بیرغونو د لګولو اجازه وه، خو اوس دا کار هم په بشپړ ډول منع شوی دی.
🌐 #افغانستان #حقوق\_بشر #کابل