د طالبانو د حکومت چارواکو تایید کړې چې په روانه اونۍ کې له ۳۴۰ څخه ډېر افغانان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي. د دوی د نیول کېدو اصلي لامل د قانوني اسنادو نشتوالی بلل شوی دی.
د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کسانو کې کورنۍ او مجردان شامل دي چې د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته داخل شوي دي. تېره اونۍ هم شاوخوا ۵۰۰ افغان کډوال له پاکستاني زندانونو څخه خوشې شوي وو.
پاکستان په وروستیو میاشتو کې د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ چټکه کړې ده. نړیوالو سازمانونو تل د راستنو شویو کډوالو د ناوړه اقتصادي وضعیت او د لومړنیو خدمتونو د نشتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.
🌐 #افغانستان #کډوال #پاکستان