د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اعلان کړی چې سویس د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره نږدې دوه میلیونه ډالره مرسته کړې ده. دا بودیجه به د هغو کسانو د ملاتړ لپاره وکارول شي چې ژوند یې د بحرانونو له امله ګډوډ شوی دی.

د طالبانو حکومت له واک ته رسیدو راهیسې سویس په بشري برخو کې له افغانستان سره د میلیونونو فرانکونو مرسته کړې ده. دا مرستې په بیلا بیلو پړاوونو کې د اقتصادي بحرانونو او د خوړو خوندیتوب د نشتوالي د حل لپاره استول شوي دي.

نړیوال بنسټونه ټینګار کوي چې په افغانستان کې د انساني ناورین د مخنیوي لپاره د مرستندویه هیوادونو لا زیات ملاتړ ته اړتیا ده. د دې بیړنیو مرستو پرته به میلیونونه ناروغان او اړمن کسان له جدي ګواښونو سره مخ شي.

#افغانستان #بشري\_مرستې #سویس #اقتصاد

🌐

Author