د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسوولې هیدر بار بروکسل ته د طالبانو حکومت د پلاوي د بللو له امله پر اروپايي ټولنې سخته نیوکه کړې ده. هغې وویل چې دا ټولنه نشي کولی د نغدي مرستو په ورکولو سره د دې اقدام شرم پټ کړي.
دا غبرګون وروسته له هغه مخې ته راځي چې اروپايي ټولنې راستنیدونکو مهاجرینو او په افغانستان کې کورنیو بې ځایه شویو سره شل میلیونه یورو مرسته وکړه. د طالبانو حکومت پلاوي په دې وروستیو کې له اروپا څخه د افغان مهاجرینو د ایستلو څرنګوالي په اړه د خبرو لپاره بروکسل ته سفر کړی دی.
دې سفر د بشري حقونو د مدافعینو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ هم دا ناسته افغانانو په ځانګړې توګه ښځو ته سپکاوی وباله او د پناه غوښتونکو پر جبري ایستلو یې نیوکه وکړه.
#بشري\_حقونه #مهاجرت #اروپايي\_ټولنه #طالبان
🌐