د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې امریکا او اروپایي هیوادونه د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو په اړه له خبرو ډډه کوي. هغه ټینګار وکړ چې په نږدې راتلونکي کې پدې وضعیت کې د بدلون تمه نه کیږي.

د طالبانو حکومت له راتګ وروسته د افغانستان شاوخوا نهه میلیارد ډالر بهرنۍ زیرمې کنګل شوې. کابلوف زیاته کړه چې روسیه د دې پیسو د آزادولو غوښتونکې ده، خو لویدیځ لا هم پدې اړه خبرو ته نه دی چمتو.

لویدیځ هیوادونه وایي تر څو چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پیژندل شي او د بشري حقونو اندیښنې حل نشي، دا شتمنۍ به آزادې نشي. دا په داسې حال کې ده چې میلیونونه افغانان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دي.

#افغانستان #اقتصاد #شتمني

🌐

Author