په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر پخوانۍ مشرې روزا اوتونبایوا د شانګهای همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د افغان ښځو د وضعیت په وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي. هغې په بیشکک کې د دې سازمان د ښځو په غونډه کې ټینګار وکړ چې له افغان ښځو سره باید پیوستون وساتل شي.

اغلې اوتونبایوا د طالبانو حکومت لخوا لګول شویو محدودیتونو ته په اشارې سره وویل چې نجونې له زده کړو بې برخې دي او ښځې د کار کولو او پارکونو ته د تګ حق نه لري. هغې خبرداری ورکړ چې محافظه کارانه دودونو ته بېرته ستنېدل ډېر ژر رامنځته کېدای شي.

هغې همدارنګه زیاته کړه چې د شانګهای سازمان باید یوازې پر سیاسي ګډون تمرکز ونه کړي. بلکې د بشري امنیت، بشري حقونو او د افغان ښځو اقتصادي پیاوړتیا په څېر مسایل هم باید په خپلو لومړیتوبونو کې ځای کړي.

🌐

#افغان\_ښځې #بشري\_حقونه #افغانستان

Author