د عاشورا د ورځې په رارسېدو سره یو شمېر پخوانیو سیاسي څېرو او د طالبانو حکومت مخالفو جبهو د پیغامونو په خپرولو سره دا ورځ ولمانځله. دوی په خپلو پیغامونو کې په افغانستان کې د عدالت، پیوستون او د ظلم پر وړاندې پر درېدو ټینګار کړی دی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي او د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر له خلکو وغوښتل چې له دې ورځې په الهام اخیستو د ملي یووالي او سولې لپاره هڅې وکړي. په همدې حال کې د ملي مقاومت جبهې او د افغانستان د ازادۍ جبهې د محرم پر مراسمو د لګول شویو محدودیتونو سخته غندنه وکړه.
دې جبهو د طالبانو حکومت په سیستماتیک تبعیض او په بېلابېلو ولایتونو کې د عزادارانو په نیولو تورن کړ. د سږکال د عاشورا مراسم په داسې حال کې تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره شول چې د بیرغونو پر ځړولو او مذهبي مراسمو د محدودیتونو راپورونه خپاره شوي دي.
🌐
#عاشورا #افغانستان #بشري\_حقونه