په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمی استازولۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان وروستی هوایی بریدونه د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا جدي سرغړونه بللې ده. دغه بنسټ ټینګار کړی چې دا کړنې د نړیوالو قوانینو له اصولو سره په ټکر کې دي.
په اعلامیه کې راغلی چې هیڅ ډول امنیتی اندیښنه نشی کولای د هغو پوځی عملیاتو توجیه وکړی چې د افغان ملکی وګړو د وژل کیدو لامل کیږي. د نصیر احمد فایق په مشرۍ د افغانستان استازولۍ ویلي چې د بې ګناه خلکو د ژوند ساتنه باید په هر ډول شرایطو کې د ټولو لوریو په لومړیتوب کې وي.
دې استازولۍ د حکومت طالبان پر تګلارو د نیوکې ترڅنګ له پاکستانه غوښتی چې سمدستی د افغانستان پر خاوره خپل ټول پوځی بریدونه ودروی. دغه راز له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتل شوي چې د کړکیچ د زیاتیدو مخنیوي او د ملکیانو د ساتنې لپاره بیړني ګامونه پورته کړي.
#ملګری\_ملتونه #افغانستان #پاکستان #بریدونه #بشری\_حقونه
🌐