د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی، ریچارډ لینډسي پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستاني پوځیانو له وروستیو بریدونو وروسته، نړیوالو بشردوستانه قوانینو ته د بشپړې ژمنتیا غوښتنه کړې ده. هغه د اسلام اباد له چارواکو او حکومت طالبان غوښتی چې د ملکیانو ساتنه وکړي.

ښاغلی لینډسي پر ایکس شبکه د روانو تاوتریخوالو په اړه د ژورې اندیښنې په څرګندولو سره ټینګار کړی چې د ترهګرۍ ټول ډولونه په کلکه غندي. هغه په دې پیښو کې د بې ګناه انسانانو د ژوند له لاسه ورکول د خواشینۍ وړ وبلل او د ښکیلو لوریو پر زغم یې ټینګار وکړ.

دا غبرګون په داسې حال کې مطرح کیږی چې د پاکستان وروستی بریدونه د نړیوالو بنسټونو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي. تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو، اروپایی ټولنې او د بشری حقونو ځانګړی راپور ورکوونکي په څیر بنسټونو د افغان ملکیانو د حقونو رعایتولو او د پولو د کړکیچونو د ژر تر ژره کمولو غوښتنه کړې وه.

#بریتانیا #افغانستان #پاکستان #بشری\_حقونه #ملکیان

🌐

Author