د طالبانو حکومت د بامیان ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې د کوچیانو او سیمه ییزو اوسیدونکو ترمنځ د وروستیو تاوتریخوالو د حل لپاره یو لوړ پوړی پلاوی لیږلی دی. دا شخړې تر ډیره د څړځایونو پر سر رامنځته شوي دي.
پدې پلاوي کې لوړ پوړي ولایتي چارواکي شامل دي او د ښکیلو غاړو سره یې په یوه ګډه ناسته کې ټینګار کړی چې د شخړې وړ سیمې به په دقت سره وڅیړل شي. دوی ژمنه کړې چې د معتبرو شواهدو پر بنسټ به پریکړه وکړي.
په مختلفو سیمو کې د څړځایونو پر سر د کوچیانو او ځایی خلکو ترمنځ تاوتریخوالی تل یوه لویه ننګونه وه. تر دې وړاندې په تخار ولایت کې هم ورته نښتې رامنځته شوې وې چې ځاني او مالي زیانونه یې لرل.
🌐 #افغانستان #بامیان #کوچیان