د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په تېر یوه کال کې یې په ټول افغانستان کې له سلو ډېر غلا شوي موټرونه پیدا کړي دي. دا موټرونه تر موندلو وروسته بېرته خپلو اصلي مالکینو ته سپارل شوي دي.

دا شمېرې یوازې هغه موټرونه ښيي چې د طالبانو د حکومت لخوا پیدا شوي دي او د غلا شویو موټرو عمومي شمېره معلومه نه ده. د طالبانو حکومت همدارنګه د ترافیکو ریاست نوم د ترافیکو پولیسو عمومي ریاست ته بدل کړی دی.

په همدې حال کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو په لویو لارو کې ترافیکي پېښې ډېرې شوې دي. یوازې په روان کال کې لسګونه افغانانو د دغو پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

#افغانستان #طالبان #موټرونه

🌐

Author