په کابل کې ځایي سرچینې وايي چې طالبانو د امید سبز ښارګوټي لاریون کوونکي اوسیدونکي ګواښلي او خبرداری یې ورکړی چې که لاریون وکړي، د دې ډلې ځواکونه پر هغوی د "مستقیمو ډزو اجازه" لري.

دا ګواښونه په داسې حال کې کیږي چې د سرچینو په وینا، د طالبانو کسانو د سې شنبې په ورځ، د میزان په ۱۴مه، د دې ښارګوټي د اوسیدونکو پنځه استازي د دې ډلې د پریکړو په وړاندې د اعتراض له امله نیولي دي.

سرچینو ویلي چې طالبانو دا استازي د "بغاوت" او د خپلو پریکړو سره په مخالفت تورن کړي دي. دا نیونې وروسته له هغه وشوې چې یو شمېر اوسیدونکو د طالبانو د عدلیې وزارت لخوا د کرایې د ټاکلو په اعتراض کې د ښارګوټي په جمنازیوم کې راټول شوي وو.

اوسیدونکي وايي طالبانو له دوی غوښتي چې په خپلو کورونو کې د اوسیدو لپاره کرایه ورکړي او د هرې کوټې لپاره یې ۴ زره افغانۍ ټاکلې ده.

دا جنجال وروسته له هغه پیل شو چې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره د طالبانو ځانګړې محکمې د ثور په میاشت کې د امید سبز ښارګوټي له ۱۵۰۰ جریبه زیاته ځمکه "امارتي" اعلان کړه او عدلیې وزارت اوسیدونکو ته د اسد تر ۱۵مې پورې د تخلیه کولو مهلت ورکړ.

اعتراض کوونکي اوسیدونکي د طالبانو پریکړه ناعادلانه بولي او د کرایې د ټاکلو د حقوقي بنسټ د مشخص کیدو غوښتنه کوي.

سرچینه: افغانستان انټرنشنل

🌐

Author